تاشکند فورم افغانستان د سیمه‌ییز ټرانزیټ پر ستراتېژیک رول ټینګار کوي

د اسلامي امارت د ټولګټو وزارت یو لوړپوړی پلاوی، د محمد اسحاق صاحبزاده په مشرۍ، د اوزبېکستان په پلازمېنه تاشکند کې د ټرانسپورټ او لوجستیک په نړېوال فورم او نندارتون کې په رسمي توګه ګډون کړی دی؛ هغه غونډه چې د سیمې او نړۍ د لسګونو هېوادونو استازي یې د ټرانسپورټ، رېل پټلۍ، لوجستیک او سوداګریزو دهلېزونو پر نوو پروژو او پرمختګونو راټول کړي دي.

د یاد وزارت د ویاند په وینا، په دغه نړېواله غونډه کې ګډونوالو هېوادونو خپلې نوې ټرانسپورټي طرحې، د رېل پټلۍ د پراختیا ماډلونه، عصري لوجستیکي سیستمونه او د سوداګریز ټرانزیټ په برخه کې ترلاسه شوې لاسته راوړنې نندارې ته وړاندې کړې. د غونډې بحثونه په ځانګړي ډول د هغو سیمه‌ییزو دهلېزونو پر ارزښت راڅرخېدل چې د آسیا زړه له نړیوالو بازارونو سره نښلوي.

د راپورونو له‌مخې، د ټولګټو وزارت پلاوي د اماراتو، قزاقستان او اوزبېکستان له استازو سره په جلا کاري غونډو کې د افغانستان د مهمو ټرانزیټي پروژو په اړه هر اړخیزې خبرې اترې کړې دي. په دغو خبرو کې درې سترې موضوعات تر ټولو ډېر مطرح شوي دي:

د هرات–کندهار د وسپنې پټلۍ پروژه چې د افغانستان د سویلي او لوېديځو سیمو د وصل یوه ستراتېژیکه لار بلل کېږي.

د افغان–ټرنس سیمه‌ییزه پروژه چې هدف یې د سوداګریزو لارو نښلول، د ټرانزیټ سرعت لوړول او د هېواد د عوایدو زیاتول دي.

په افغانستان کې د سوداګریزو ټرانزیټي اسانتیاوو پراخول او د هغو هېوادونو لپاره د همکارۍ هوکړې چې غواړي د افغانستان له لارې یو خوندي او اقتصادي دهلېز ولري.

پلاوي په خپلو لیدنو کې په دې ټینګار کړی چې افغانستان د سیمې د ټرانزیټ په جغرافیه کې ځانګړی موقعیت لري، او که سیمه‌ییزې همکارۍ پراخې شي، نه یوازې به د هېواد اقتصادي وزن لوړ شي، بلکې د ټرانسپورټي دهلېزونو ثبات او اعتماد به هم وغړیږي.

د غونډې ګډونوال باور لري چې افغانستان د رېل پټلۍ د شبکې، ټرانزیټي دهلېزونو او لوجستیکي مرکزونو په پراختیا سره کولای شي د منځنۍ آسیا، جنوبي آسیا او منځني ختیځ ترمنځ یو مهم اقتصادي پل شي.

 

لینک کوتاه

https://sarie.news/f247h
دکمه بازگشت به بالا