تخار او غور: څلورو شبکو جوړولو سره ۹۷۸ کورنیو ته پاکې اوبه برابريږي

د کليو د بيارغونې او پرختيا وزارت وايي، په تخار او غور ولايتونو کې د څښلو پاکو اوبو د رسولو څلورو شبکو د جوړولو چارې د څه باندې ۲۴ ميليونه افغانيو په ارزښت پيل شوې دي.

د ياد وزارت د معلوماتو له مخې، يوه شبکه به د تخار ولايت د «اشکمش» ولسوالۍ د «قره‌تپې» په کلي کې جوړيږي او درې نورې شبکې به د غور ولايت د «الفاروق او دولينه» ولسواليو اړوند سيمو کې جوړې شي.

ويل شوي، د تخار د پروژې لګښت شاوخوا پنځه ميليونه او شپږ سوه زره افغانۍ او د غور د درېيو شبکو ګډ لګښت نږدې ۱۷.۴ ميليونه افغانۍ اټکل شوی دی.
د دې څلورو پروژو له بشپړېدو سره به نږدې ۹۷۸ کورنۍ د څښاک پاکو اوبو ته لاس‌رسی ومومي.

په ورته وخت کې تمه کېږي، چې د دغو پروژو د عملي کېدو پر مهال به د غور او تخار په ولايتونو کې لسګونو کسانو ته د کار زمينه هم برابره شي.

د کليو د بيا رغونې او پراختيا وزارت ټينګار کړی، چې محرومو سيمو ته يې د پاکو اوبو چمتوکول د پرمختيا له مهمو لومړيتوبونو څخه دي.

لینک کوتاه

https://sarie.news/b6219a
دکمه بازگشت به بالا