تخار تالقان: د سوداګريز مارکېټ جوړولو طرحه تصویب شوه

د رياستالوزرا د اقتصادي معاونيت د پانګونې بينالوزارتي کمېټې په خپله نوبتي غونډه کې د تخار په مرکز تالقان ښار کې د ښاروالي پر ځمکه د سوداګريز مارکېټ جوړولو طرحه د تائيد وړ بللې ده.
ياد معاونيت د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره ويلي، چې دغه طرحه د وروستۍ پرېکړې په موخه اقتصادي کمېسيون ته لېږل شوې ده.
د خبرپاڼې له مخې، د دغه څلور پوړيز سوداګريز مارکېټ جوړولو لپاره خصوصي سکټور ۱۱۰ ميليون افغانۍ پانګونه کوي، چې لسګونه هېوادوالو ته به د کار زمينې برابرې کړي.
لینک کوتاه
https://sarie.news/b5951a