ترابي: په افغانستان کې میلیونه کسان د ماینونو له ګواښ سره مخ دي

د پېښو پر وړاندې د مبارزې چمتووالي ملي ادارې رئیس ملا نورالدین ترابي ویلي، افغانستان کې لا هم پراخه ځمکه د ځمکنیو ماینونو له خطر سره مخ ده او د پاکولو لپاره جدي هڅو ته اړتیا ده.

نوموړي د ماینونو د خطر د پوهاوي او ماین پاکۍ نړیوالې ورځې په مناسبت غونډه کې ټینګار کړی، چې یو شمېر بنسټونو او هېوادونو خپلې مرستې درولې دي.

ترابي له نړیوالې ټولنې غوښتي چې بشري مرستې له سیاسي مسایلو سره ونه تړي او د ماین پاکۍ برخه کې خپلې همکارۍ بېرته پیل کړي.

د هغه په وینا، دا مهال شاوخوا اووه میلیونه کسان د ماینونو له جدي ګواښ سره مخ دي.

دکمه بازگشت به بالا