ترکمنستان ته ۲۴ تنه بې کيفيته قير بېرته ورګرځول شوي

سټنډرډ ملي ادارې خبر ورکړی چې یوه محموله بې‌کیفیته قیر یې بېرته ترکمنستان هېواد ته ورګرځولي دي.
د دې ادارې په خبرپاڼه کې ویل شوي چې دا ودانیز توکي د اقینې بندر د تخنیکي ټیم له ارزونې وروسته د ملي سټنډرډونو خلاف تثبیت شوي او بېرته یاد هېواد ته ورګرځول شوي دي.

 

لینک کوتاه

https://sarie.news/a341s
دکمه بازگشت به بالا