ترکمنستان د افغانستان د زلزله ځپلو کورنیو سره د مرستو ډاډ ورکړ

د بهرنيو چارو وزارت وايي، په عشق‌اباد کې د افغانستان د سفارت چارسمبالي فضل محمد صابر د ترکمنستان د ولسمشر له مرستیال «نوکرقلي اتاقلي‌اف» سره ليدلي دي.
ياد وزارت په خپره کړې خبرپانه کې ويلي، په دې کتنه کې ښاغلي اتاقلي‌اف د افغانستان په ختیځ کې د وروستۍ زلزلې د قربانیانو په اړه د خواخوږۍ مراتب وړاندې کړي او ډاډ یې ورکړ، چې د ولسمشر په ځانګړې لارښوونه به اړمنو کورنیو ته لومړنۍ مرستې ډېر ژر ورسوي.
ښاغلي محمد صابر د کوربه هېواد له خواخوږۍ مننه کړې او د زلزلې د زيانونو په تړاو یې معلومات شریک کړي دي.

لینک کوتاه

https://sarie.news/a744s
دکمه بازگشت به بالا