ترکمنستان وايي، د ټاپي ګاز نل‌لیکې لومړۍ برخه به تر ۲۰۲۶ کال پورې هرات ته ورسېږي

د ترکمنستان پخوانی ولسمشر قربان‌قلي بردي محمدوف ویلي، چې د ټاپي ګاز نل‌لیکې پروژې لومړۍ برخه به د ۲۰۲۶ کال تر پایه هرات ښار ته بشپړه شي.
نوموړي ټینګار کړی، چې ترکمنستان د نړۍوالو شرکتونو هرکلی کوي څو د ټاپي پروژې په پراختیا کې برخه واخلي. یاد پروژه د ترکمنستان ګاز به افغانستان، پاکستان او هند ته لېږدوي او د سیمې د انرژۍ بازارونو لپاره ستر اهمیت لري.
بردي محمدوف همدارنګه ویلي، پروژه د امریکا متحده ایالتونو له ملاتړه برخمنه ده او موخه یې دا ده، چې د افغانستان، پاکستان او هند ترمنځ اوږدمهاله تاوتریخوالي ته د اقتصادي همکارۍ له لارې د حل لارې برابرې کړي. هغه زیاته کړې، ترکمنستان غواړي په خپلو سترو ګازي زېرمو کې د صادراتو تنوع رامنځته کړي.
د ټاپي پروژه په سیمه کې د اقتصادي ودې، کاري فرصتونو رامنځته کولو او د انرژۍ د خوندي لېږد لپاره له مهمو ټولګټو پروژو شمېرل کېږي.
سږ کال د سلواغې په ۱۲مه د ترکمنستان یوه پلاوي د بهرنیو چارو وزیر رشید مردوف په مشرۍ د اسلامي امارت د کانونو او پټرولیم له وزیر ملا هدایت‌الله بدري سره په ګډه د تورغونډۍ بندر او د ټاپي پروژې د عملي چارو د پرمختګ بهیر وکوت.
دغه لیدنه د پروژې پر ګړندۍ پرمختیا، د ټاپي ګاز نل‌لیکې د لومړنۍ برخې د بشپړېدو او د سیمې په اقتصادي همکارۍ تمرکز درلود.

لینک کوتاه

https://sarie.news/s305h
دکمه بازگشت به بالا