ترکيه: د افغانستان او ترکمنستان سفیرانو د همکاریو پر پیاوړتیا ټینګار وکړ

په ترکيه کې د افغانستان سفير شيخ سنيع‌الله فرهمند د ياد هېواد لپاره د ترکمنستان له سفير مکان ايشان قاليوف سره کتلي دي.
ياد سفارت وايي، په دې ناسته کې دواړو لوريو د افغانستان او ترکمنستان ترمنځ په دوه اړخيزو اړيکو، ګډو ګټو او له سيمې سره د افغانستان په اقتصادي نښلون او يو لړ نورو مسائلو خبرې کړي دي.
خبرپاڼه زياتوي، دواړو لوريو د افغانستان سياسي او اقتصادي ثبات، د سيمې د ثبات لپاره اړين بللی او دغه راز په دې ترڅ کې د اسلامي امارت هڅې ستايلې دي.

لینک کوتاه

https://sarie.news/a752s
دکمه بازگشت به بالا