ترکیه د نتانیاهو او ۳۶ اسرائيلي چارواکو د نیولو فرمان صادر شو

ترکي رسنیو راپور ورکړی چې د یاد هېواد لوی څارنوال په غزه کې د «نسل وژنې» په خاطر د اسرائیلو د لومړي وزیر، بنیامین نتانیاهو او ۳۶ نورو اسرائیلي چارواکو د نیولو فرمان ورکړی دی.
د ترکیې د انادولو خبري اژانس د راپور له مخې چې دا فرمان پرون (جمعه، لړم ۱۶مه) صادر شوی دی.
په راپور کې ویل شوي چې بلخوا حماس جهادي غورځنګ د ترکیې له لوري د بنیامین نتانیاهو او ۳۶ نورو اسرائیلي چارواکو د نیولو له فرمان څخه هرکلی کړی دی.

