ترکیه: له ۲۰۲۱ راهیسې یو میلیون غیرقانوني کډوال نیول شوي

د ترکیې کورنیو چارو وزارت ویلي چې له ۲۰۲۱ کال راهیسې په دغه هېواد کې د ډېرو افغانانو په ګډون یو میلیون غیرقانوني کډوال نیول شوي دي.

د راپورونو له مخې، یوازې روان کال ۲۲ زره ۸۷۶ غیرقانوني کډوال نیول شوي چې افغانان هم پکې شامل دي، او ډېری نیول شوي کسان د افغانستان او سوریې اتباع بلل شوي دي.

همداراز څو ورځې مخکې د ترکیې پولیسو د شرناک په یوه سیمه کې د عملیاتو پر مهال لږ تر لږه ۲۴ افغان کډوال نیولي وو، چې د اداري بهیر له بشپړېدو وروسته د بېرته ستنولو مرکزونو ته لېږدول شوي دي.

چارواکي ټینګار کوي چې د غیرقانوني کډوالو د پېژندنې، نیولو او بېرته ستنولو لړۍ به دوام ولري.

دکمه بازگشت به بالا