تهران ته د لوړو زده کړو وزیر سفر د علمي اړیکو پراختیا او ګډو همکاریو پر پیاوړتیا خبرې شوې

د افغانستان اسلامي امارت د لوړو زده کړو وزیر شیخ ندا محمد ندیم د یو رسمي پلاوي په مشرۍ تهران ته سفر کړی. دغه سفر د علمي اړیکو د پراخولو، متقابلو تجروبو د شریکولو او د ګډو علمي همکاریو د جلبولو په موخه ترسره شوی دی.
خبرپاڼه څرګندوي چې وزیر ندیم به د ایران له اړوندو مسئولینو سره د لوړو زده کړو په برخه کې د همکاریو پر پراخېدو خبرې وکړي، د دواړو لورو د پوهنتوني تجربو ارزونه به وکړي او د ګډو علمي پروګرامونو د پیاوړتیا لپاره به بحثونه ورباندې وشي.
د سفر په بهیر کې ټاکل شوې چې نوموړی پلاوی د ایران یو شمېر مخکښو پوهنتونونو ته هم ولاړ شي، د هغوی درسورکونې سیستم، علمي ظرفیتونه او د څېړنو وضعیت له نژدې وڅېړي او د همکاریو لپاره د نویو امکاناتو ارزونه وکړي.
دغه سفر د افغانستان د لوړو زده کړو د جوړښت د تقویت او د علمي اړیکو د پراختیا په برخه کې د مهم ګام په توګه یاد شوی دی.

