تهران د افغانستان سیمه‌ییز کنفرانس؛ اسلامي امارت ګډون نه کوي

ایران سبا او بله ورځ په تهران کې د افغانستان په اړه دوه ورځنی سیمه‌ییز کنفرانس کوربه‌توب کوي چې په کې به د پاکستان، روسیې، چین او د منځنۍ اسیا د یو شمېر هېوادونو ځانګړي استازي ګډون ولري. دا کنفرانس د ډسمبر پر ۱۵مه او ۱۶مه جوړېږي او موخه یې د افغانستان اړوند سیمه‌ییزو همکاریو او نظرونو تبادله بلل شوې ده.

د راپورونو له مخې، د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړی استازی محمد صادق، په کابل کې د پاکستان سفیر عبیدالرحمان نظاماني او په تهران کې د دغه هېواد سفیر مدثر ټیپو به هم په دې غونډه کې برخه واخلي. همداراز د روسیې د ولسمشر ځانګړی استازی ضمیر کابلوف، د افغانستان د چارو لپاره د چین ځانګړی استازی یو شیاویونګ، او د ازبکستان، ترکمنستان او تاجکستان د ولسمشرانو استازي د ګډونوالو له ډلې دي.

سرچینې وایي، تمه ده د ایران د بهرنیو چارو وزیر سید عباس عراقچي د کنفرانس ګډونوالو ته وینا وکړي او د غونډې په پای کې به یوه ګډه اعلامیه هم خپره شي چې پکې به د افغانستان په تړاو د ګډونوالو لیدلوري او ټینګارونه ځای پر ځای شي.

بلخوا، د اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت مرستیال ویاند ضیا احمد تکل ویلي، که څه هم اسلامي امارت ته د ګډون بلنه ورکړل شوې وه، خو پرېکړه شوې چې په دې سیمه‌ییز کنفرانس کې برخه وانخیستل شي. د هغه په وینا، اسلامي امارت له وړاندې د سیمې له هېوادونو سره د شته سیمه‌ییزو سازمانونو او د همکاریو د چوکاټونو له لارې فعاله اړیکې لري او په دې برخه کې د پام وړ پرمختګونه شوي دي.

په همدې حال کې د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند اسماعیل بقایي ویلي، د ایران اسلامي جمهوریت لپاره د ګاونډیو هېوادونو په سیمه کې امنیت او ثبات بنسټیز اهمیت لري او تهران د افغانستان په اړه سیمه‌ییزو هڅو او همغږۍ ته جدي پاملرنه کوي.

لینک کوتاه

https://sarie.news/h158h
دکمه بازگشت به بالا