تهران د اوبو بحران ژور شوی، چارواکي د پلازمېنې بدلون ته غور کوي

د تهران والي محمدصادق معتمدیان وايي، ايران دا مهال د اوبو له جدي او بحراني حالت سره مخ دی او د اوبو ناسم مديريت د ځمکې لاندې اوبو د کچې د خطرناک ټيټېدو لامل شوی دی.
نوموړي خبرداری ورکړی چې که روان وضعيت همداسې دوام وکړي، ښايي د هېواد چارواکي د پلازمېنې د بدلون په اړه جدي غور ته اړ شي.
د تهران والي ويلي، د تهران اوسېدونکي د ايران د نورو ښارونو په پرتله نږدې دوه برابره زياتې اوبه مصرفوي، چې دا چاره د اوبو بحران نور هم ژوروي.
معتمدیان ټينګار کړی چې د اوبو د لېږد پر پروژو تمرکز د ستونزې دايمي حل نه دی، بلکې اړينه ده چې د اوبو پر سم مديريت، سپما او اغېزمنو تګلارو جدي پاملرنه وشي.
هغه زياته کړې چې د اوبو د مصرف د کچې کنټرول او د طبيعي زېرمو ساتنه کولی شي د ايران د اوبو له روان بحران سره د مقابلې په برخه کې مهم رول ولوبوي.
لینک کوتاه
https://sarie.news/w2588e

