تورخم او سپین‌بولدک پاکستان د بشري مرستو لپاره لارې بېرته پرانیستلې

پاکستاني رسنیو ویلي چې شاوخوا دوه میاشتې وروسته، تورخم او سپین‌بولدک تګ‌راتګي لاره د بشري مرستو د لېږد لپاره بېرته پرانیستل شوې او ملګرو ملتونو ته اجازه ورکړل شوې چې مرستې افغانستان ته انتقال کړي. دا پرېکړه داسې مهال کیږي چې په تېرې مودې کې د دواړو لورو ترمنځ د تګ راتګ محدودیتونه او فشارونه زیات شوي وو.

رسنیو په ډاګه کړې، په لومړي پړاو کې د ملګرو ملتونو اړوند درې ادارې به ۱۴۳ کانټینرونه خوراکي او غیرخوراکي مرستې افغانستان ته انتقال کړي. دا محموله د هغو سیمو لپاره ځانګړې شوې چې د بېځایه کېدو، سختو اقتصادي شرایطو او ژمي د پیل له امله له ستونزو سره مخ دي.

ملګرو ملتونو تر دې وړاندې څو ځله د مرستو د بندېدو له امله اندېښنه څرګنده کړې وه او ویلي یې وو چې د لارو تړل کېدل د بشري وضعیت د خرابېدو خطر زیاتوي.

اسلامي امارت تراوسه د دې پرمختګ په اړه رسنیو ته څرګندونې نه دي کړې، خو د تېرې تګلارې له مخې یې تل ویلي چې له بشري مرستو سره همکاري کوي او هڅه کوي د نړیوالو سازمانونو فعالیتونه په همغږي او شفافیت پر مخ ولاړ شي.

شنونکي وایي، دا اقدام کولای شي د بشري مرستو روان بهیر بېرته فعاله کړي او د هغو زرګونو کورنیو اړتیاوې پوره کړي چې د ژمي په درشل کې مرستو ته ډېره اړتیا لري.

لینک کوتاه

https://sarie.news/w458e
دکمه بازگشت به بالا