تورخم راستنېدونکو ته پراخ روغتیايي خدمات برابر شوي

د ننګرهار عامې روغتیا ریاست خبر ورکړی چې په تورخم کې له پاکستانه راستنېدونکو هېوادوالو ته د روغتیايي خدمتونو لپاره پراخ او منظم چمتووالی نیول شوی دی. د مسوولینو په وینا، دا مهال په تورخم کې ۱۲ روغتیايي مرکزونه، یو شل بستریز روغتون او یو ځانګړی مرکز د معلولانو لپاره فعال دي، چې شپه او ورځ روغتیايي خدمات وړاندې کوي.
د یاد ریاست په وینا، یاد روغتیايي مرکزونه د بېړنیو او لومړنیو روغتیايي اړتیاوو د پوره کولو تر څنګ، د ښځو، ماشومانو او ناروغانو ځانګړې درملنه هم پر مخ وړي. د روغتیايي خدماتو د چټک رسونې لپاره ۱۲ امبولانسونه هم فعال ساتل شوي، څو بیړني ناروغان اړوندو مرکزونو ته ولېږدول شي.
مسوولان ټینګار کوي چې د دغو روغتیايي مرکزونو د فعالیت بهیر په منظم ډول څارل کېږي، څو خدمات پر وخت، معیاري او له ستونزو پرته وړاندې شي. د عامې روغتیا ریاست زیاتوي چې د راستنېدونکو روغتیايي ستونزو ته پر وخت رسېدنه د دوی له لومړیتوبونو څخه ده او هڅه روانه ده چې هېڅ ناروغ له درملنې بې‌برخې پاتې نه شي.
دغه اقدامات په داسې حال کې ترسره کېږي چې په دې وروستیو کې له پاکستانه د راستنېدونکو افغانانو شمېر زیات شوی او روغتیايي خدمتونو ته اړتیا هم ورسره لوړه شوې ده.

لینک کوتاه

https://sarie.news/w2391e
دکمه بازگشت به بالا