تور سمندرګي پرله‌پسې چاودنې؛ د روسي تېل‌لرونکو دوو بېړيو اور واخيست

د ترکيې د ټرانسپورټ وزارت ويلي، په تور سمندرګي کې د روسیې د تېلو دوو بېړیو له پرله‌پسې چاودنو وروسته اور اخېستی دی.

رويټرز خبري اژانس خبر ورکړی چې د «کایروس» په نوم ۲۷۴ متري د تېلو بېړۍ، چې له مصر څخه روسيې ته روانه وه، د ترکيې د بسفور تنګي ته نږدې د چاودنې او اورلګېدنې ښکار شوې ده.

په ورته مهال، دويمه بېړۍ «ویرات» چې د پېښې له ځایه ۳۵ بحري مېله لرې د تور سمندرګي ختيځ لور ته روانه وه، د ورته پېښې سره مخ شوې ده.

د ترکيې د ټرانسپورټ وزارت په خبره، د ژغورنې ډلې توانېدلي چې د «کایروس» ۲۵ تنه او د «ویرات» ۲۰ تنه عمله وژغوري.

سرچينې وايي، چې دا دواړه بېړۍ د ۲۰۲۲ کال وروسته، کله چې روسيې پر اوکراين بريد وکړ، د بندیزونو لاندې راغلې وې.

د پېښو کره لامل په ډاګه شوی نه دی، خو تر دې وړاندې په همدې سيمه کې ورته بېړنۍ پېښې د سمندري ماينونو د چاودېدو له امله رامنځته شوې دي. ‌

لینک کوتاه

https://sarie.news/f830h
دکمه بازگشت به بالا