توکایف افغانستان ته د مرستو دوام د سیمې امنیت ته حیاتي دی

د قزاقستان ولسمشر قاسم جومارت توکایف، له نړیوالې ټولنې وغوښتل چې افغانستان ته د بشري مرستو لړۍ دې روانه وساتي او ويې ويل چې دا چاره د سيمې د امنيت د ټينګښت لپاره ډېره ارزښتناکه ده.

نوموړي د جمعې په ورځ د (لیندۍ ۲۱مه) د ترکمنستان په پلازمېنه عشق‌آباد کې د «سولې او باور» تر سرليک لاندې نړيوال کنفرانس ته د وينا پر مهال وويل، چې د افغانستان د پېچلو بشري ستونزو حل او د دغه هېواد بيا رغونه يو جدي او نه‌څنډې ته کېدونکې اړتیا ده.

د قزاقستان ولسمشر قاسم جومارت توکایف د روان کال د تلې په مياشت کې اعلان کړی و چې د ملګرو ملتونو د سرمنشي او د همکارو هېوادونو په ملاتړ، د دايمي پرمختيا د موخو لپاره په الماتا کې د افغانستان او منځنۍ اسیا په تړاو يو سيمه‌ييز مرکز پرانېستل شوی.

هغه ويلي و: «قزاقستان لا هم ژمن دی چې د بشري مرستو، ښوونيزو پروګرامونو، د سوداګرۍ د پراختيا او د خوړو د امنيت د نوښتونو له لارې د افغانانوملاتړ ته دوام ورکړي.».

د نوموړي په وينا، هغه د عشق‌اباد په کنفرانس کې د خپلې وينا په يوه بله برخه کې هم ټينګار وکړ: «د سيمې د امنيت د خوندي کولو لپاره، موږ اړين بولو چې افغانستان ته د مرستو ورکولو لړۍ روانه وساتو، په ځانګړي ډول د نړيوالو هڅو د پياوړتيا له لارې، څو د دغه هېواد پېچلو بشري ستونزو ته رسېدنه وشي او د بيا رغونې بهير يې چټک شي».

لینک کوتاه

https://sarie.news/w826e
دکمه بازگشت به بالا