جان سینا نن له «ریسلینګ» نړۍ سره مخه‌ښه کوي

د نړۍ نامتو پهلوان او د کشتي‌کج افسانوي لوبغاړی جان سینا نن په واشنګټن کې په وروستي ځل خپله لوبه کوي، او له دې سره به د تل لپاره د پهلوانۍ (ریسلینګ) نړۍ سره خدای پاماني وکړي.

جان سینا نن(یکشنبه، د لیندۍ ۲۳مه) په واشنګټن کې په وروستي ځل خپله لوبه کوي.

د جان شهرت د هغه د اصلي ټاټوبي امریکا څخه هاخوا پراخ شوی د افغانستان په شمول په ټوله نړۍ کې ډېر زیات مینه‌وال لري، د ګینیس ورلډ ریکارډونو له مخې، جان سینا د ډبلیو ډبلیو ای په تاریخ کې تر ټولو اوږدې مودې لپاره د مخامخ اتل پاتې‌کیدو وروسته د (هیل) په توګه نوی نړیوال ریکارډ جوړ کړی دی.

۴۸ کلن جان د دوه لسیزو راهیسې په ډبلیو ډبلیو ای کې د مثبت چلند پهلوان (ریسلر) په توګه فعال و. او د “تاسو ما نه شئ لیدلی” مشهوره جمله یې د سپورت د کلتور یوه برخه ګرځولې ده.

د ریسلینګ ویب پاڼې عمومي مدیر او مالک برانډن تورسټن په وینا، هغه د ۲۰۰۵ او ۲۰۱۵ کلونو ترمنځ د ریسلینګ ترټولو لوی ستوری و. کارپوهانو د هغه د ریسلینګ استعداد “استثنایی” کس بللی دی.

باید وویل شي چې د خپل ریسلینګ کیریر سربیره، جان سینا د خپل خیریه کار لپاره هم پیژندل کیږي. جان د ډیرو هیلو د ورکولو لپاره د ګینیس نړیوال ریکارډ لري. تر دې دمه، هغه د جدي ناروغیو سره د ۶۵۰ څخه زیاتو ماشومانو هیلې پوره کړې دي.

لینک کوتاه

https://sarie.news/h159f
دکمه بازگشت به بالا