جاپان او ملګرو ملتونو د راستنېدونکو ښځو ملاتړ پروګرام پیل کړ

د جاپان سفارت په افغانستان کې ویلي چې دغه هېواد دملګرو ملتونو د ښځو څانګېسره په ګډه د شاوخوا درې اتیا لکه ډالرو نوې پروګرام پیل کړی، چې هدف یې د راستنېدونکو ښځو او نجونو ملاتړ دی.
په کابل کې د جاپان سفارت په ایکس لیکلي، د دغه پروژې له لارې به ځانګړو ښځینه خوندي ځایونو کې د ژوند وسایل، د عاید فرصتونه او د ساتنې خدمات وړاندې شي، څو د ښځو عزت، امنیت او دوامداره بیا رغونه یقیني شي.
سفارت زیاتوي چې دا ابتکار به د ښځو خپلواکۍ او ټولنیزې بیا رغونې لپاره مهمه مرسته وي او د هغوی ژوند کې به مثبت بدلون راولي.
لینک کوتاه
https://sarie.news/s238h

