جاپان د افغان ښځو د اقتصادي پیاوړتیا لپاره نوې مرستې اعلان شوې

ملګرو ملتونو د پراختیايي پروګرام اعلان کړی چې جاپان د افغان ښځو د ژوند د ښه‌والي، اقتصادي پیاوړتیا او د ښځو د متشبثیت د پراختیا لپاره ۵.۶ میلیون ډالر مرسته کړې ده. دا مرسته د یوې نوې پروژې د تمویل لپاره ځانګړې شوې چې موخه یې د ښځو په ملکیت د کوچنیو او منځنیو سوداګریزو فعالیتونو پراخول، د عاید سرچینې پیاوړې کول او د کورنیو اقتصادي ثبات ته وده ورکول دي.

د معلوماتو له مخې، دغه قرارداد د کابل په ښار کې د جاپان د سفیر «کینیچي ماساموتو» او په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د پراختیايي پروګرام د استازي سټیفن روډریګز ترمنځ لاسلیک شوی. د پروژې له مخې، یادې مرستې به د ۷۳ کوچنیو ټولنیزو پروژو او شاوخوا ۲۱۰۰ کوچنیو او منځنیو سوداګریزو فعالیتونو د پیاوړتیا لپاره مصرف شي، کوم چې ټول د ښځو لخوا اداره کېږي.

ملګرو ملتونو د پراختیايي پروګرام په اعلامیه کې ویلي چې دغه نوې پروژه به د پورونو، مالي خدماتو او متشبثینو د مسلکي روزنې له لارې د ښځو د کاروبارونو لپاره د ملاتړ کچه لوړه کړي او د هغوی د اقتصادي ګډون لپاره اسانتیاوې رامنځته کړي. د دې پروګرام هدف دا دی چې ښځې د کورنیو او ټولنو په اقتصادي رغونه کې فعاله ونډه واخلي.

د دې ادارې د معلوماتو پر بنسټ، په تېرو مرحلو کې د ښځو د ۱۲۶۰ کوچنیو او منځنیو سوداګریزو فعالیتونو ملاتړ شوی او له ۲۵۰۰ ډېرې نوې دندې رامنځته شوې دي، چې ۸۷ سلنه یې د ښځو لپاره ځانګړې وې.

د جاپان سفیر کینیچي ماساموتو د مرستې د اعلان پر مهال ویلي: «افغانستان هغه مهال کولای شي له خپل بشپړ ځواک څخه ګټه واخلي چې ښځې په پوره توګه په اقتصادي فعالیتونو کې ګډون ولري. موږ د افغان خلکو تر څنګ ولاړ یو او د هغوی ملاتړ ته ژمن یو.»

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د پراختیايي پروګرام استازي هم ټینګار کړی چې هېواد لا هم له ژور اقتصادي بحران سره مخ دی او دا وضعیت د ښځو پر ژوند په ځانګړي ډول دروند اغېز کړی. د هغوی په وینا، ورته پروګرامونه کولای شي د ښځو د اقتصادي ثبات او د کورنیو د عاید د پیاوړتیا لپاره مهم بدلونونه رامنځته کړي.

 

https://sarie.news/f627h
دکمه بازگشت به بالا