جاپان ۷.۵ درجې زلزله، ۳۰ ټپیان، ۹۰ زره بې‌ځایه شوي

جاپان کې د دوشنبې شپې ناوخته د رېښتر په کچه ۷.۵ درجې نسبتاً زورورې زلزلې لړزولی او د لومړنيو راپورنو له مخې، لږ تر لږ ۳۰ کسان ټپيان شوي دي.
چارواکي وايي، نږدې ۹۰ زره خلک د احتیاطي تدابیرو په توګه له خپلو کورونو ایستل شوي او خوندي ځايونو ته لېږدول شوي دي.
دا زلزله د جاپان د شمال ختیځ سواحلي سیمو لپاره ډېره قوي ښودل شوې او د دې هېواد د هوا پېژندنې ادارې د درې مترو احتمالي څپې خبرداری ورکړی، چې ښايي ساحلي سیمې زیانمنې کړي.
جاپان د نړۍ هغه هېواد دی چې ډېرې زلزلې پکې رامنځته کېږي. د دې هېواد تر ټولو مرګونې زلزله په ۲۰۱۱ کال کې شوې وه؛ هغه مهال د ۹ درجې زلزلې او سمندري څپو له امله شاوخوا ۲۰ زره کسان مړه شول.

لینک کوتاه

https://sarie.news/w663e
دکمه بازگشت به بالا