جلال‌اباد کې د کوټې بام نړېدو اووه کسان مړه، یو ټپي

د ننګرهار مسوولین وایي، د یاد ولایت په مرکز، جلال‌اباد ښار کې د یوې کوټې د بام نړېدو له امله اووه کسان مړه شوي او یو کس ټپي شوی دی.

د دغه ولایت امنیې قوماندانۍ ویاند، سید طیب حماد رسنيو ته ویلي چې دا پېښه تېره شپه شاوخوا ۱۲ بجې د اوومې ناحیې اړوند په «غوچکو» سیمه کې شوې ده.

د ښاغلي حماد په وینا چې په مړو شویو کې شپږ ماشومان او یوه مېرمن شامل دي او پلار یې ټپي شوی دی.

لینک کوتاه

https://sarie.news/w236w
دکمه بازگشت به بالا