جوزجان : د افغانستان او ازبیکستان تر منځ د ګازو سپړنې تړون لاسلیک شو

د سریع خبري اژانس خبريال وايي، چې د رياستالوزرا اقتصادي مرستيال ملا عبدالغني برادر اخوند په شتون کې د کانونو او پټروليم وزیر ملا هدايتالله بدري د ازبيکستان خصوصي شرکت سره د جوزجان د طوطي ميدان د ګازو د سپړنې چارو تړون لاسليک کړ.
ويلکېږي، چې د ګازو سيمه ۷ زره او ۵۰۰ متره مربع مساحت لري او د درې کلونو په موده کې به يې چارې بشپړې شي.
په دې مراسمو کې د رياستالوزرا اقتصادي مرستيال ملا عبدالغني برادر اخوند ويلي، د دې پروژې له بشپړېدو سره به د افغانستان د طبیعي ګازو صادرات بهر ته پیل شي، چې دا به د هېواد د سوداګرۍ په وضعیت او اقتصادي ودې کې مهم رول ولوبوي.
لینک کوتاه
https://sarie.news/b5533a