جوزجان: د الکولي مشروباتو د تولید کارخونه کشف او له منځه یووړل شوه
د جوزجان ولایت پولیسو په شبرغان ښار کې د الکولي مشروباتو د تولید یوه کارخونه کشف او له منځه وړې ده.
د شبرغان ښار د دويمې امنیتي حوزې امير ملا راز محمد حقمل وایي، دا کارخونه د امنیتي او کشفي ځواکونو د عملیاتو پر مهال د دغې حوزې په سيمه کې کشف شوې ده.
نوموړي زیاته کړې، چې امنيتي ځواکونو يې په دې تړاو يو تن نیولی او ۴۲ لیتره خالص او تخمير شوي الکول هم نيولي دي.
لینک کوتاه
https://sarie.news/a589s