جوزجان د زکات مدیر د وژنې تورن دوه کسان د ښځو په جامو کې نیول شوي

د جوزجان امنیه قوماندانۍ خبر ورکړی، امنیتي او استخباراتي ځواکونو يې د ګډو عملیاتو په ترڅ کې هغه دوه تنه تورن کسان نیولي، چې د فیض‌آباد ولسوالۍ د «زکات او عشر» مدیر یې په مرموز ډول په شهادت رسولی و.

د يادې قوماندانۍ د رسنيو دفتر وايي، چې دې وسله‌والو د آقچه ولسوالۍ د څلوېښت متري سړک په سیمه کې د فیض‌آباد ولسوالۍ د زکات او عشر مدیر په نښه کړی او له سیمې تښتېدلي وو.

سرچینه زیاتوي، چې تر پېښې وروسته د آقچې ولسوالۍ امنیه قوماندانۍ د استخباراتو له مدیریت سره په همغږۍ تورن کسان په داسې مهال نيولي چې ځانونه يې د ښځينه‌وو په جامو کې پټ کړي وو.

د ياد دفتر په وینا، نیول شوي کسان دا مهال د کشفي او استخباراتي ارګانونو تر څېړنو لاندې دي او د پېښې اصلي لامل لا هم نه دی روښانه شوی.

لینک کوتاه

https://sarie.news/W3332E
دکمه بازگشت به بالا