جوزجان قوش‌تیپې او درزاب ته د ۲۸.۴ میلیونه ډالرو برېښنا پروژه پیل کېږي

په نږدې وخت کې به د اوبو او انرژۍ وزارت له لوري د جوزجان ولایت د قوش‌تیپې او درزاب ولسوالیو د برېښنا رسولو ستره پروژه له یوه خصوصي شرکت سره لاسلیک شي. یاده پروژه د یادو سیمو لپاره د دايمي برېښنا برابرولو په موخه طرحه شوې او عملي کېدل به یې د خلکو پر ورځني ژوند او اقتصادي وضعیت مستقیم اغېز ولري.

مسوولین وايي، د دې پروژې ټولیز مالي ارزښت ۲۸ اعشاریه ۴ میلیونه امریکايي ډالر دی او د پلي کېدو په پایله کې به زرګونه کورنۍ له منظمې برېښنا برخمنې شي. د برېښنا نشتون چې له کلونو راهیسې د یادو ولسوالیو یوه جدي ستونزه پاتې شوې، تمه ده د دې پروژې له بشپړېدو سره تر ډېره حل شي.

د چارواکو په وینا، د دايمي برېښنا برابرېدل به نه یوازې د خلکو د ژوند اسانتیاوې زیاتې کړي، بلکې د کوچنیو او منځنیو سوداګریزو فعالیتونو، کرنیزو چارو او محلي صنعت د ودې لپاره به هم مناسب چاپېریال رامنځته کړي. همدارنګه به د کار فرصتونه زیات او د سیمې اقتصادي حرکت به چټک شي.

د اوبو او انرژۍ وزارت ټینګار کوي چې د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې د برېښنا زیربنایي پروژې د اسلامي امارت له لومړیتوبونو څخه دي او هڅه روانه ده چې لرې پرتې سیمې هم له اساسي خدمتونو برخمنې شي.

دا پروژه د پراختیايي پروګرامونو په لړ کې یوه مهمه طرحه بلل کېږي چې د جوزجان ولایت د متوازن پرمختګ لپاره به بنسټیز رول ولوبوي.

لینک کوتاه

https://sarie.news/w2240e
دکمه بازگشت به بالا