جې شنکر هند له افغانستان سره د پراختیا، خوراک او روغتیا په برخو کې کار کوي

د هند بهرنیو چارو وزیر «جې شنکر» د افغانستان پر وضعیت د اندېښنې څرګندولو ترڅنګ ویلي چې نوی ډیلی له کابل سره په بېلابېلو برخو کې کار کوي.

جې شنکر ویلي چې دا مهال افغانستان له سخت حالت څخه تېرېږي او په وینا یې چې د ځینو ستونزو د حل لپاره باید ګډ کار وشي.

نوموړي، هند ته د اسلامي امارت بهرنیو چارو وزیر، امیرخان متقي مخکني سفر او له هغه سره د کتنې په اړه ویلي چې هغه لیده کاته ګټور وو او نوی ډیلی له کابل سره په پراختیایي، خوراکي او روغتیایي برخو کې کار کوي.

د هند بهرنیو چارو وزیر، جې شنکر دا څرګندونې په یو پوهنتون کې د وینا پرمهال کړې دي.

دا په داسې حال کې ده چې په وروستیو کې د افغانستان او هند اړیکې نږدې شوې دي.

څه موده مخکې د اسلامي امارت بهرنیو چارو وزیر، امیرخان متقي هند ته سفر کړی و او هلته یې له بېلابېلو هندي چارواکو سره کتلي وو.

د یادولو ده چې له ښاغلي متقي وروسته د اسلامي امارت صنعت او سوداګري وزیر، نورالدین عزیزي هم هند ته سفر کړی و.

لینک کوتاه

https://sarie.news/w3269e
دکمه بازگشت به بالا