حقاني: اسلامي امارت روغتیاپالانو ته غوره کاري شرایط برابروي

د ازموینو ملي ادارې رییس شیخ عبدالباقي حقاني وايي، په تېرو وختونو کې روغتیاپالانو ته لازم وضعیت او امکانات برابر نه وو، له همدې امله ګڼې ستونزې له پخوا پاتې دي.
حقاني په شاوخوا ۵۰۰ متخصصینو د تخصص په فراغت غونډه کې وویل، اسلامي امارت هڅه کوي چې د روغتیاپالانو لپاره غوره کاري شرایط او اسانتیاوې برابرې کړي.
هغه ټینګار وکړ، چې زدهکړې باید د پوهې د ترلاسه کولو لپاره ترسره شي، نه یوازې د سند د ترلاسه کولو لپاره. ښاغلي حقاني د مسلکي وړتياوو د لوړولو پر اهمیت هم ټینګار وکړ او زیاته یې کړه، چې له نورو هېوادونو سره د افغانستان توپیر دا دی چې هغوی د پوهې ترلاسه کولو ته لومړیتوب ورکوي، خو دلته ډېری وخت هڅې یوازې د سند ترلاسه کولو لپاره کېږي.
د ښاغلي حقاني څرګندونې د روغتیاپالانو د مسلکي پرمختګ، د کاري شرایطو د ښهوالي او د زدهکړو د اصلي هدف په اړه د اسلامي امارت د هڅو انعکاس کوي.

