حقاني د سرطان په اړه عامه پوهاوی د مخنیوي او درملنې لپاره اړين بولي

د عامې روغتیا وزارت د روغتیايي خدمتونو وړاندې کولو مرستیال مولوي عبدالولي حقاني وایي، سرطاني ناروغۍ هر کال میلیونونه کسان تر اغېز لاندې راولي او پر وړاندې یې د عامه پوهاوي لوړول اساسي ارزښت لري. نوموړي دا څرګندونې د سرطان ناروغۍ په اړه د عامه پوهاوي غونډه کې کړې دي.
ښاغلي حقاني ټینګار کړی چې د سرطان په اړه پوهاوی یوازې د عامې روغتیا وزارت مسوولیت نه ګڼل کېږي، بلکې ټولنه، کورنۍ، ښوونیز بنسټونه او مخور باید د دې ناروغۍ د مخنیوي، لومړنۍ پېژندنې او پر وخت درملنې په برخه کې فعاله ونډه واخلي. د هغه په وینا، د پوهاوي پراخېدل کولای شي د ناروغۍ د کچې په راکمولو او د مړینې د شمېر په کمېدو کې مهم رول ولوبوي.
د روغتیايي خدمتونو وړاندې کولو مرستیال زیاته کړې چې وزارت د سرطان په ګډون د ټولو غیرساري ناروغیو پر وړاندې خپلې هڅې جدي روانې ساتلې دي. ده ویلي، د تشخیص، درملنې او تخصصي خدمتونو د پراختیا لپاره لازم ګامونه اخیستل شوي او د روغتیايي سیستم د پیاوړتیا بهیر دوام لري.
نوموړي همداراز څرګنده کړې چې تېر کال د سرطاني ناروغیو د درملنې لپاره د ځانګړي روغتون د جوړېدو ژمنه شوې وه او اوس یې عملي بهیر روان دی. د هغه په وینا، دا مرکز به د تخصصي درملنې، معیاري خدمتونو او د ناروغانو د منظمې پاملرنې په برخه کې مهم بدلون رامنځته کړي.
روغتیايي مسوولین باور لري چې د سرطان پر وړاندې مبارزه یوازې له درملنې نه، بلکې له پوهاوي، مخنیوي، لومړنۍ سکریننګ او د سالم ژوندانه له دودولو پیلېږي، څو ټولنه له دې جدي ناروغۍ څخه خوندي پاتې شي.

لینک کوتاه

https://sarie.news/F434F
دکمه بازگشت به بالا