حماس او اسرائيل: نن په مصر کې د غزې د اوربند لپاره مخامخ مذاکرات ترسره کېږي

نن په مصر کې د حماس جهادي غورځنګ او اسرائيل ترمنځ د غزې د اوربند د تړون په تړاو مخامخ مذاکرات ترسره کېږي.

د سرچینو په وینا، په دې خبرو کې به د اسرائيلي یرغمل شویو کسانو د خوشې کېدو، له غزې څخه د اسرائيلي اشغالګرو د وتلو او د تړون د نورو مهمو موادو په اړه بحث وشي.

د امریکا د ولسمشر ټرمپ زوم جیراډ کشنر او ځانګړی استازی سټیف وېټکوف به د واشنګټن استازولي کوي، او د اسرائيل د لومړي وزیر دفتر تأیید کړې چې د دوی پلاوی به نن د شرم‌الشیخ ښار ته ورسېږي.

د حماس جهادي غورځنګ پلاوی، چې مشري یې خلیل الحیه کوي، له مخکې مصر ته رسېدلی دی. د فلسطین د مقاومت سازمان ویلي، دوی د خبرو لپاره چمتو دي، خو د تړون د ځینو مواردو په اړه یې اندېښنې څرګندې کړې دي.

په همدې حال کې عربي رسنیو د حماس د سرچینو له قوله لیکلي، چې دوی د نړيوال څار لاندې د بې‌وسلې کېدو هوکړه هم کړې ده.

لینک کوتاه

https://sarie.news/b6282a
دکمه بازگشت به بالا