حماس: د هوکړې له مخې به نن ۲۰ اسرائيلي بنديان خوشې شي

حماس غورځنګ نن د هغو ۲۰اسرائيلي بنديانو لست خپور کړی، چې ټاکل شوې د شوې هوکړې له مخې نن ازاد شي.

راپورونه وايي، د سور صلیب کاروانونه د برمته شویو د ورسپارلو لپاره د غزې پر لور روان دي او په همدې تړاو په «تل‌ابیب» کې سلګونه کسان راټول شوي، څو د خپلو عزیزانو د بېرته راستنېدو شاهدان وي.

د هوکړې د لومړي پړاو له مخې، حماس به د ۲۰۰۰ فلسطیني بندیانو د خوشې کولو په بدل کې یاد اسرائيلي بنديان خوشې کړي.

دا په داسې مهال ده، چې حماس د ۲۰۲۳ کال د اکتوبر په اوومه د اسرائيلي اشغالګرو پر وړاندې خونړي بریدونه کړي وو، چې په ترڅ کې یې لسګونه اسرائيليان برمته کړل.

لینک کوتاه

https://sarie.news/b6536a
دکمه بازگشت به بالا