حنفي د تولیداتو پراختیا او ځانبساینه مو اقتصادي لومړیتوب دی

د رياستالوزرا اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي ویلي، چې اسلامي امارت د هېواد د کورنیو تولیداتو پراختیا ته ځانګړې پاملرنه کوي، څو صادرات زیات، اقتصادي ستونزې کمې او د خلکو لپاره نوي کاري فرصتونه رامنځته شي.
ښاغلي حنفي په اقتصادي برخه کې د «ځانبساینې» موضوع خورا مهمه او اساسي وبلله او ټینګار یې وکړ چې اسلامي امارت دې برخې ته ځانګړې پاملرنه کوي. نوموړي زیاته کړه چې د کورنیو تولیداتو پیاوړتیا به د هېواد اقتصاد ته ثبات، د صادراتو د زیاتېدو زمینه او د افغانانو لپاره د عاید باثبات سرچینې برابرې کړي.
اداري مرستیال د پانګونې په برخه کې هم څرګنده کړه، چې اسلامي امارت له هېڅ هېواد سره د جګړې اراده نه لري، خو د نورو د هر ډول تېري پر وړاندې د هېواد دفاع خپل مشروع حق بولي. ښاغلي حنفي ټینګار وکړ چې حکومت به ټولې هڅې او امکانات په کار واچوي، څو د کورنیو تولیداتو او خصوصي سکټور د ودې له لارې اقتصادي پرمختګ رامنځته شي او پانګوال د سرمایهګذارۍ لپاره اسانه، شفاف او باوري چاپېریال ولري.

