حوثيانو ادعا وکړه: په یافا کې مهم اهداف د «فلسطین-۲» توغندیو په واسطه ویشتل شوي

د يمن حوثي ځواکونو خبر ورکړی، چې د فلسطين د مظلومو خلکو د ملاتړ او د اسرائيلو پر وړاندې د ځوابي عملياتو په پايله کې یې د «يافا» اشغال شوې سیمې څو مهم اهداف په نښه کړي دي.

د يادو ځواکونو له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې ويل شوي، چې تازه عملیاتو کې د « فلسطین ۲» په نوم له غږ چټک بالسټیک توغندی کارول شوی، چې برید سره د اشغالګرو ګڼ وګړي له «ويرې» پناه ځايونو ته تښتېدلي دي.

په دې خبرپاڼه کې دغه راز د يمن د خلکو په همغږۍ، مقاومت او له مظلوم فلسطين سره پر ملاتړ ټينګار شوی او زياته شوې ده، چې دوی به خپلو عملياتو ته تر هغې دوام ورکړي، ترڅو چې د مظلومو فلسطينيانو پر وړاندې بريدونه نه وي درېدلي او دغه سيمه بشپړ له کلابندۍ نه وي خلاصه شوې.

دا په داسې مهال ده، چې په غزې د صهيونيست رژيم د بريد له پيله يمن لومړنی هېواد دی چې د مظلومې غزې پر ملاتړ د ياد رژيم مهم هدفونه په نښه کوي او ګڼ مالي او ځاني زيانونه هم ورته رسوي.

لینک کوتاه

https://sarie.news/b5493a
دکمه بازگشت به بالا