حوثي ځواکونه: پر اسرائیل پرلهپسې ډرون بریدونه، دفاعي سیستم پاتې راغی

د یمن حوثي ځواکونه وايي، چې د دوی بېپیلوټه الوتکو د اسرائیلي رژيم پر څو اهدافو بريالي بریدونه کړي دي.
د حوثي ځواکونو وياند يحيی السريع ويلي، چې دغه بریدونه يې د فلسطین په اشغالي سیمو، د «بئر السبع» او «ام الرشراش» په ولایتونو کې ترسره کړي.
د نوموړي په وينا، په تېرو ۲۴ ساعتونو کې دا دويم ځل دی چې د بېپيلوټه الوتکو په وسيله د اسرئيلي رژيم مهم اهداف په نښه شوي دي.
د یمن حوثي ځواکونه ټینګار کړی، چې د دغو بریدونو پر مهال د اسرائیل دفاعي سیستمونه په خپله دفاع کې پاتې راغلي دي.
يادو ځواکونو د غزې د مقاومت کوونکو ستاینه کړې او ډاډ يې ورکړی، چې د فلسطينيانو ترڅنګ ولاړ دي او تر هغه به خپلو بريدونو ته دوام ورکړي، تر څو يې چې غزه له کلابندۍ نه وي خلاصه کړې.
لینک کوتاه
https://sarie.news/b5988a