خامنه‌ای خبرداری ورکړ، که امریکا برید وکړي، سخت غبرګون به وویني

آیت‌الله علي خامنه‌ای، د ایران اسلامي جمهوریت مشر، د امریکا پوځي حضور او ګواښونو ته په اشارې ویلي، که جګړه پیل شي نو پایلې به یې یوازې محدودې نه وي، بلکې سیمه‌ییز ابعاد به خپل کړي.
نوموړي دا څرګندونې د خلکو یوې غونډې ته وینا کې کړې او ویلي یې دي، د جګړې په اړه تکراري خبرې، د الوتکو، بېړیو او پوځي تحرکاتو یادونه نوې موضوع نه ده، ځکه امریکايي چارواکو پخوا هم څو ځله ورته ګواښونه کړي او تل یې ویلي چې ټول انتخابونه پر مېز دي.
هغه د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ وروستیو څرګندونو ته په اشارې وویل، د دغو پوځي څرګندونو هدف د فشار فضا رامنځته کول دي، خو د ایران خلک باید له دې خبرو اندېښمن نه شي، ځکه ملت له ورته ګواښونو سره بلد دی او اغېز پرې نه کوي.
خامنه‌ای ټینګار وکړ، ایران د جګړې پیل کوونکی نه دی او پر کوم هېواد د برید اراده نه لري، خو که پر ایران برید وشي یا فشار واچول شي، نو سخت او قاطع غبرګون به ورکړل شي. هغه زیاته کړه، د هېواد دفاع او ملي حاکمیت ساتنه د هر نظام اساسي حق دی او ملت به د هر ډول بهرني فشار پر وړاندې ودرېږي.
دا څرګندونې داسې مهال کېږي چې سیمه د سیاسي او پوځي ترینګلتیاوو له حساسې مرحلې تېرېږي او د قدرتونو ترمنځ لفظي تقابل هم زیات شوی، خو تهران ټینګار کوي چې تګلاره یې دفاعي ده او د شخړې پراخېدو ته لېوالتیا نه لري.

لینک خبر

https://sarie.news/F303F
دکمه بازگشت به بالا