خان جان الکوزي: د پل خشتي مارکېټ د سپارلو په مراسمو کې د پانګوالو ونډې ته ټینګار

د سوداګرۍ او پانګونې خونې د مدیره پلاوي غړي خان جان الکوزي د کابل ښاروالۍ هڅې د ستاینې وړ بللې دي.
نوموړي د کابل په پل خشتي سیمه کې تر ځمکې لاندې سوداګریز مارکېټ د ګټې اخیستنې په مراسمو کې ټینګار کړی، چې ټول پانګوال او صنعتکاران باید د هېواد په رغونه کې پوره ونډه واخلي.
الکوزي له اسلامي امارت غوښتي، چې د بېلابېلو کارخونو په ډېروالي کې کوټلي ګامونه پورته کړي.
د يادونې وړ ده، ياد سوداګريز مارکېټ د ۷۹۰ میلیون افغانيو په لګښت نن رسماً د کابل ښاروالۍ له لوري ګټې اخيستنې ته وسپارل شو، چې ۳۴۰ هټي لري.
لینک کوتاه
https://sarie.news/b5409a