خرم: د پاکستان بمباري «له ذلت او بې‌رحمۍ ډک عمل» دی

د تېر جمهوري نظام پر مهال د اطلاعاتو او فرهنګ وزیر عبدالکریم خرم، د پاکستان وروستي هوايي بریدونه په کلکو ټکو غندلي او هغه یې «له ذلت او قساوته ډک عمل» بللی دی. نوموړي ویلي، په روژه کې د ملکي وګړو په نښه کول د هېڅ ډول توجیه وړ نه دي او جدي بشري او اخلاقي پوښتنې راولاړوي.
خرم همداراز د پاکستان د دفاع وزیر وروستیو څرګندونو ته په اشارې ویلي، چې څو ورځې وړاندې نوموړي منلې وه پاکستان په افغانستان کې د امریکا له لوري دوه ځله «د تشناب کاغذ» په توګه کارول شوی.
د خرم په وینا، دا پوښتنه لا هم پر ځای ده چې څه ضمانت شته چې پاکستان به یو ځل بیا د نورو د موخو لپاره ونه کارول شي.

لینک کوتاه

https://sarie.news/q720q
دکمه بازگشت به بالا