خسوف: ځمکې سیوري به د یکشنبې په شپه د سپوږمۍ مخ ونیسي

ځمکې سیوری به نن شپه (یکشبنې- دوشنبې ) د سپوژمۍ مخ ځکه ونیسي چې ځمکه د لمر او سپوژمۍ ترمینځ واقع کیږي.

کلي خسوف یا د سپوږمي نیونه به یو ساعت او ۲۲ دقیقې دوام وکړي.

دغه بشپړ خسوف به له سعودي عربستان نیولې تر فیلیپین ، له شمالي قطب تر انترکتیکا پورې او د ختیځې افریقا او لویدېځې استرالیا په ځینو برخو کې ولیدل شي.

دافریقا او استرالیا په نورو برخو او اروپا کې به جزئی خسوف ولیدل شي. د برازیل په سواحلو او الاسکا کې به هم د خسوف څه بڼې ولیدل شي.

په تیرې مارچ میاشت کې بشپړ خو لنډمهالی خسوف د امریکا په لویه وچه کې ولیدل شو.

لینک کوتاه

https://sarie.news/b5325a
دکمه بازگشت به بالا