خلیلزاد د جګړې توپ اوس د پاکستان په میدان کې دی، دوحې ته ورته تړون اړین دی

د افغانستان لپاره د امریکا پخوانی ځانګړی استازی، زلمی خلیلزاد وایي چې د جګړې توپ اوس د پاکستان په میدان کې دی او پاکستاني حکومت ته پکار ده چې له افغانستان سره د دوحې تړون ته ورته یو تړون ولري.
خلیلزاد په اېکس لیکلي چې د پاکستاني پوځ ویاند، شریف چودري د دوحې تړون په اړه ناسم برداشت کړی ځکه په وینا چې هغه تړون د افغانستان او پاکستان ترمنځ مسایلو ته نه دی ځانګړی شوی.
نوموړي دا هم لیکلي که افغانستان او پاکستان د دوحې تړون ته ورته یو تړون ولري، نو د داعش په ګډون به هېڅ ډله د یو بل له خاورې په استفادې ونه توانېږي.
لینک کوتاه
https://sarie.news/w3474e

