خلیلزاد: د داعش د پراخېدو مرکز پاکستان دی، امریکا دې فشار زیات کړي

د افغانستان لپاره د امریکا پخوانی ځانګړی استازی، زلمی خلیلزاد وایي چې په پاکستان کې د داعش خوارجو پراخېدونکی حضور د سیمې او نړۍ امنیت ګواښي او امریکا باید د دې پدیدې د ځپلو لپاره پر پاکستان فشار زیات کړي.
خلیلزاد په اېکس‌پاڼه لیکلي چې په افغانستان کې د داعش خوارجو پر وړاندې د اسلامي امارت د بریالیو عملیاتو په پایله کې د دې ډلې مشران پاکستان ته تښتېدلي او هلته یې فعالیت د پراخېدو په حال کې دی.

لینک کوتاه

https://sarie.news/A645S
دکمه بازگشت به بالا