خلیل‌زاد د شمال زلزلې قربانیانو ته خواخوږي څرګندوم، نړیوال دې مرسته وکړي

د افغانستان د سولې لپاره د امریکا د متحده ایالاتو ځانګړي استازي زلمي خلیل‌زاد د هېواد په شمالي ولایتونو کې د وروستۍ زلزلې او له هغې راولاړو تلفاتو په اړه خپله ژوره خواشیني څرګنده کړې ده.

نوموړي په خپله ایکس‌پاڼه (پخواني ټویټر) کې لیکلي، چې د افغانستان په شمالي سیمو کې د زلزلې له امله د انسانانو د مرګ‌ژوبلې او مالي زیانونو له کبله ډېر خواشینی دی، او له قربانیانو سره یې د خواخوږۍ او همدردۍ مراتب څرګند کړي دي.

خلیل‌زاد زیاته کړې، چې د دې ناورین له امله د اغېزمنو کورنیو درد او مصیبت د هر انسان د زړه درد دی، او هیله یې ښودلې چې د زلزلې له امله ټپي شوي کسان ژر تر ژره روغتیا ومومي.

هغه همدارنګه د مزارشریف ښار د روضې شریف زیارت ته د اوښتي زیان په اړه هم خواشیني څرګنده کړې ده، او ویلي یې دي چې دا ځای د افغانستان د مذهبي او فرهنګي ارزښتونو مهم سمبول دی، چې هر ډول زیان ورته د ټول ملت له درده ډک زیان بلل کېږي.

خلیل‌زاد له نړیوالې ټولنې هم غوښتي، چې د زلزله‌ ځپلو سیمو د بیارغونې او بشري مرستو په برخه کې له افغانانو سره همکاري وکړي، څو د دې پېښې اغېزې راکمې او د خلکو ژوند بېرته عادي حالت ته را وګرځول شي.

دا څرګندونې په داسې حال کې شوې، چې د وروستۍ زلزلې له امله د افغانستان په یو شمېر شمالي ولایتونو کې لسګونه کسان وژل شوي، ګڼ شمېر ټپیان شوي او د خلکو کورونه او عامه تاسیسات زیانمن شوي دي.

لینک کوتاه

https://sarie.news/b6946a
دکمه بازگشت به بالا