خلیلزاد د پاکستان د دفاع وزیر څرګندونې جګړه پاروونکې او له کرکې ډکې دي

افغان سولې لپاره د امریکا پخوانی ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد وایي، افغانستان سره د ښکاره جګړې د ګواښ په اړه د پاکستان د دفاع وزیر خواجه اصف څرګندونې “ډېره بې پروایي” ده.

زلمي خلیلزاد ویلي، خواجه اصف د افغانانو او د پاکستان د پښتنو پر وړاندې د کرکې له امله مشهور دی او په خبره یې، “ایا دا مناسبه ده چې د یو چا شخصي احساسات پاکستان په جګړه کې ښکېل کړي؟”

خلیلزاد د افغانستان او پاکستان ترمنځ جګړه د دواړو خواو په زیان بللې او د خبرو له لارې یې د مسایلو پر حل ټینګار کړی دی.

لینک کوتاه

https://sarie.news/a1220s
دکمه بازگشت به بالا