خلیل‌زاد پاکستان د پراخ او دوامدار فساد له امله له ژور اقتصادي خطر سره مخ دی

د افغانستان لپاره د امریکا پخواني ځانګړي استازي زلمي خلیل‌زاد د پيسو نړيوال صندوق وروستي راپور ته په غبرګون کې ویلي، چې د پاکستان د ملکي او پوځي ادارو ګڼ غړي په «پراخ او دوامدار فساد» کې ښکېل دي. خلیل‌زاد دا څرګندونې نن سهار پر خپله اېکس پاڼه خپرې کړې او ټینګار یې کړی چې دغه ژور فساد به د پاکستان اقتصاد، ټولنیز ثبات او د خلکو پر ورځني ژوند دروند منفي اغېز ولري.

د نوموړي په وینا، د فساد د مهار لپاره د حاکمې طبقې او ملکي شریکانو د اقداماتو امکان ډېر کم ښکاري، ځکه — د ده په تعبیر — «هغه کسان چې په دې جوړښت کې ونډه لري، له همدې فساد څخه سترې ګټې اخلي.» خلیل‌زاد زیاته کړې چې د IMF راپور یوازې ظاهري ستونزې نه دي یادې کړې، بلکې د بوديجې جوړونې، د دولتي شرکتونو د څارنې، مالي مدیریت او مالیاتي تګلارو په بنسټیزو برخو کې د فساد ژورې رېښې په واضح ډول ښيي.

پخواني استازي ټینګار کړی چې د پاکستان عام خلک ښايي د دې راپور له منځپانګې حیران نه شي، ځکه په څو لسیزو کې یې د پراخ فساد دروند بار پر اوږو وړي او د ادارو کمزوري، بې‌عدالتي او اقتصادي فشار یې هره ورځ احساس کړی دی.

دا څرګندونې په داسې حال کې کېږي، چې د پيسو نړيوال صندوق د روان کال د نومبر په ۲۰مه په خپاره شوي راپور کې ویلي و، چې د پاکستان په دولتي ادارو کې د فساد پراخې او ژورې رېښې شتون لري او دغه وضیعت د هېواد اقتصاد له ستر خطر سره مخ کړی دی.

لینک کوتاه

https://sarie.news/w142e
دکمه بازگشت به بالا