خواجه آصف وایي د بلوچستان ناامنۍ بهرني ملاتړ لري

د پاکستان دفاع وزیر، خواجه آصف، ویلي چې په بلوچستان کې روانې پېښې د بلوچانو د حقونو د دفاع په موخه نه، بلکې د ترهګرۍ فعالیتونه دي چې د ځینو بهرنیو هېوادونو له ملاتړ سره تړلي دي.
هغه زیاته کړه، بېلتون غوښتونکې ډلې د خپلو موخو د ترلاسه کولو لپاره بهرني ملاتړ ترلاسه کوي او ترسره کېدونکي فعالیتونه د ترهګرۍ په کټګورۍ کې راځي. نوموړي ټینګار وکړ، چې دا ډول تحرکات د سیمې ثبات له ګواښ سره مخامخ کوي او امنیتي ننګونې رامنځته کوي.
خواجه آصف همداراز ویلي، د بې‌ثباته فعالیتونو مخنیوی د پاکستان لپاره اړین دی او حکومت به د امنیت د ټینګښت لپاره له ټولو موجودو امکاناتو کار واخلي. هغه د پوځ روان عملیات هم د هېواد د امنیت ساتنې په چوکاټ کې مهم وبلل او ویې ویل، هدف یې د وسله‌والو ډلو فعالیتونه محدودول او د امنیتي وضعیت کنټرول دی.
وزیر د بلوچستان وضعیت د «بهرنیو اغېزو» له کبله د پاکستان ملي یووالي او امنیت لپاره جدي ننګونه وبلله. په ورته وخت کې، افغان لوري تل ټینګار کړی چې خاوره یې د بل هېواد پر ضد نه کارول کېږي او سیمه‌ییز ثبات د ټولو په ګټه ګڼل کېږي.

لینک کوتاه

https://sarie.news/F302F
دکمه بازگشت به بالا