خواجه آصف په افغانستان کې د روژې مخکې د پوځي عملیاتو خبرداری ورکړ

د پاکستان دفاع وزیر، خواجه محمد آصف، ویلي چې ښايي د دغه هېواد پوځ د روژې میاشتې له پیل مخکې په افغانستان کې د وسلهوالو پر وړاندې پوځي عملیات ترسره کړي او خبرداری یې ورکړی چې د یاد اقدام ځنډول به درانه لګښتونه ولري.
نوموړي دغه څرګندونې له یوې ټلوېزیوني شبکې سره په مرکه کې کړې دي. د هغه په وینا، دا ارزونه یې شخصي نظر دی، خو ټینګار یې کړی چې پوځي اقدام باید ژر ترسره شي.
خواجه آصف ویلي، د روژې میاشتې تر پیل پورې یوازې څو ورځې پاتې دي او که امنیتي ګواښونو ته پر وخت ځواب ورنه کړل شي، وضعیت به لا پېچلی شي. خو هغه د احتمالي عملیاتو د دقیق وخت، ساحې او څرنګوالي په اړه نور جزییات نه دي شریک کړي.
د نوموړي څرګندونې په داسې مهال مطرح کېږي چې د سیمې امنیتي وضعیت له وړاندې هم حساس بلل کېږي او د هر ډول پوځي اقدام احتمال کولای شي سیاسي او امنیتي اغېزې ولري. تر دې دمه د یادو څرګندونو په تړاو رسمي وضاحت نه دی خپور شوی.

