خواجه اصف: په افغانستان کې لاسوهنه تېروتنه وه او د روسیې پر وړاندې ملاتړ ناسم اقدام و.

د پاکستان دفاع وزیر یو ځل بیا ټینګار وکړ چې د افغانستان په کورنیو مسایلو کې لاسوهنه یوه تېروتنه وه.

خواجه اصف په یوه پاډاکسټ کې ویلي، اړتیا نه وه چې پاکستان د روسیې پر وړاندې د جګړې پر مهال د افغانانو ملاتړ ته وردانګلي وای او دا زموږ تېروتنه وه.

هغه د وخت د پوځ مشر، جنرال ضیا الحق یو دیکتاتور یاد کړ چې له امریکا سره یې د اړیکو د غځولو لپاره ځينې کارونه وکړل.

لینک کوتاه

https://sarie.news/a861s
دکمه بازگشت به بالا