خواجه محمد آصف تورخم يوازې د افغان ناقانونه مېشتو د ایستلو لپاره پرانیستل شوی

د پاکستان دفاع وزیر خواجه محمد آصف ویلي د تورخم لاره د غیرقانوني افغان اتباعو د ایستلو په هدف پرانیستل شوې ده، او هلته به هیڅ سوداګریز فعالیت ترسره نشي.

هغه دا خبره له جیونیوز سره په یوه مرکه کې چې بېګا خپره شوې کړې ده.

آصف ټینګار کړی چې د افغان کډوالو د ایستلو پروسه به دوام مومي تر څو د ده په خبره دا خلک د بیا راتلو پلمه پیدا نه کړي.

خواجه آصف همداراز ویلي چې د ویزو په شمول له افغانستان سره اړوندې ټولې چارې دمګړۍ ځنډول شوي دي.

د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد پرون یوه تفصیلي مرکه کې چې له خیبرنیوز سره یې کړې ده د افغان کډوالو اړوند د پاکستان په پالیسیو سختې نیوکې کړي او غیر معقولې یې بللې دي.

هغه همدارنګه د سولې د خبرو په وخت د خواجه اصف ګواښونه ناسم بللي دي.

لینک کوتاه

https://sarie.news/b6907a
دکمه بازگشت به بالا