خیبرپښتونخوا د نامعلومو ډرونونو بریدونه؛ د داعش خوارجو مشران په نښه شول

ځايي سرچینو رسنیو ته ویلي، چې خیبرپښتونخوا «جبار میله» سیمه کې تېر ماښام نامعلومو ډرون الوتکو د داعش خوارجو پر پټنځایونو بریدونه کړي دي.
المرصاد چې داعش اړوند خبرونه د خپلو سرچینو له قوله نشروي په دې اړه ویلي، چې دې بریدونو کې د داعش خوارجو څو مشران وژل شوي دي.
یادې رسنۍ داسې انځورونه هم خپاره کړي، چې جبار میله سیمه کې د داعش خراسان مشرانو شتون او فعالیت مستند کوي.
د یادونې وړ ده، چې وروستیو کې د خیبرپښتونخوا او پاکستان ځینو مهمو ښارونو کې د داعش مشران د نامعلومو کسانو لخوا هدف او وژل کیږي.

لینک کوتاه

https://sarie.news/f794h
دکمه بازگشت به بالا