خیبرپښتونخوا محصلین د سرحدي لارو د تړل کېدو له امله کورونو ته د تګ ستونزې

افغانستان کې په زده کړو بوخت د خیبرپښتونخوا ګڼ شمېر محصلین د سرحدي لارو د تړل کېدو له امله له جدي ستونزو سره مخ دي او نه شي کولای له پوهنتونونو د ژمنیو رخصتیو پر مهال خپلو کورونو ته ستانه شي.

د راپورونو له مخې، د خیبرپښتونخوا اسمبلۍ د یوه پرېکړه‌لیک په تصویب سره له ایالتي حکومت غوښتي چې په افغانستان کې د پاتې شویو محصلینو د خوندي لېږد لپاره بیړني او عملي اقدامات ترسره کړي. د اسمبلۍ غړو ټینګار کړی چې دغه محصلین له اوږدې مودې راهیسې د نامعلوم وضعیت، مالي ستونزو او د تګ راتګ د نشتون له امله له سختو ننګونو سره مخ دي.

له بلې خوا، په افغانستان کې د ژمي له رارسېدو سره سم د لوړو زده کړو موسسې رخصتېږي او هغه محصلین چې غوښتل یې خپلو کورونو ته ستانه شي، د لارو د تړل کېدو له امله اړ شوي چې په افغانستان کې پاتې شي. ځینې محصلین وایي، د اوسېدو، خوراک او نورو ورځنیو اړتیاوو برابرول ورته ستونزمن شوي او د اوږدې انتظار له امله یې اندېښنې زیاتې شوې دي.

د یادو محصلینو غوښتنه دا ده چې اړوندې ادارې دې د انساني ملاحظاتو پر بنسټ د لارو د لنډمهالي پرانیستلو یا د بدیلو لارو د برابرولو لپاره جدي ګامونه پورته کړي، څو دوی وکولای شي په خوندي ډول خپلو کورنیو ته ورسېږي او له روانو ستونزو خلاصون ومومي.

لینک کوتاه

https://sarie.news/W1052E
دکمه بازگشت به بالا