خیبرپښتونخوا کې بارانونو ۳۰ کسان مړه کړي

د پاکستان د ناورینونو مدیریت ادارې خبر ورکړی چې د مارچ له ۲۵مې راهیسې په خیبرپښتونخوا کې د پرله‌پسې ورښتونو له امله ۳۰ کسان مړه او ۸۵ نور ټپیان شوي دي.

د معلوماتو له مخې، په مړو شویو کې ۲۰ ماشومان، ۵ نارینه او ۵ ښځې شاملې دي.

دغه راز د سختو بارانونو له امله ۱۴۰ کورونه زیانمن شوي چې ۲۵ یې په بشپړ ډول نړېدلي او پاتې نور برسېرن زیان لیدلی دی.

راپورونه ښيي، زیانونه په بېلابېلو سیمو کې ثبت شوي او له زیانمنو کورنیو سره د مرستو بهیر روان دی.

یادې ادارې خبرداری ورکړی چې ورښتونه به دوام وکړي او له خلکو یې غوښتي چې له اړتیا پرته سفرونه ونه کړي.

دکمه بازگشت به بالا